پوسټ کوډ ۷۴۷۸۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۷ وری ۱۳۹۳ ۱۱:۴۵

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه لویه برخه نتیجه به اعلان شي

دافغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون ژمنه کوي، چ? په دو در?يو ور?و ک? به د ولسمشر? د انتخاباتو د نتيج? لويه فيصدي اعلان ک?ي.

دافغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ژمنه کوي، چې په دو درېیو ورځو کې به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجې لویه فیصدي اعلان کړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاالحق امرخیل ازادي راډيو ته وویل، چې دا ځل به دا رایي پاکې رایي وي او تر تیرځل به لویه برخه وي.
د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ۲۶ ولایتونو ۱۰ فیصده رایي اعلان کړې چې له مخې یې عبدالله عبدالله څه باندې ۴۱ فیصده رایي لرلې، اشرف غني احمدزي څه باندې ۳۷ فیصده رایي او زلمي رسول څه کم ۱۰ فیصده رایي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیا الحق امرخیل ازادي راډيو ته وویل، چې پر دغو اعلان شویو راییو یو شمېر پریکړې تطبیق شوې دي او دا ځل به د دغو پریکړو په رڼا کې زړه اعلان شوې فیصدي له نوې فیصدي سره یوځای خپره شي.
امرخیل بیا له پاکو راییو څخه د ناپاکو د بیلتون په اړه ازادي راډیو ته وویل:
″په حدود د ۵۰۰ محله کې ستونزې وې چې رایي یې بیا ګڼل پیل شوې دي او په حدود د ۴۰۰ محلونه قرنطین شوې دي″
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د هغه مرکز رایي قرنطین کوي چې پر اچول شویو راییو د مرکز د مشر لاسلیک او مهر نه وي، همداراز د هغه محل رایي د منلو نه دي چې د انتخاباتو په ورځ په خپل سر تاسیس شوې وي.
د بې نظمو محلونو رایي هم مشکوکې دي په تیره بیا چې په کوم محل کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولان وهل شوې وي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا یو نیم ځای داسې هم شوې دي چې مساوي رایي دوو صندوقانو ته اچول شوې وي ځکه چې له دې سره د جوړ جاړي شک پیدا کیږي.
هغه رایي هم ښایي باطلي شي چې په محافظتي کڅوړو کې نه وي راغونډې شوې.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وینا د راییو بیا شمیرنه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د استازیو، د کاندیدانو د استازیو او د مدني ټولنو د استازیو مخې ته کیږي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء مشر ضیاالحق امرخیل ازادي راډيو ته وویل چې په دوو دریو ورځو کې هیلمن دی چې دا هڅې بشپړې شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement