پوسټ کوډ ۷۴۷۶۱
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۸ وری ۱۳۹۳ ۱۰:۲۵

د افغانستان د مالیې وزارت: په ګمرکي عوایدو کې کموالی راغلی دی

د افغانستان د مالي? وزارت وايي، چ? د ه?واد په ?مرکي عوايدو ک? کموالي راغلي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې د هېواد په ګمرکي عوایدو کې کموالی راغلی دی.
د مالیې وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم د روان مالي کال په لومړیو درو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳ اعشاریه ۳ فیصده ګمرکي عواید لږ شوي دي.
د دې وزارت په وینا په دې موده کې ۱۰ ملیارده او شپږ سوه ملیون افغانۍ عواید له ګمرکونو څخه ټول شوي دي.
د افغانستان د دولت د ټولو عوایدو څه کم نیمايي له ګمرکونو څخه ترلاسه کېږي.
د مالیې وزارت چاوراکي د ګمرکي عوایدو د کمېدو دلیل له سوداګرۍ سره تړلی بولي او وايي، هرڅومره چې واردات او صادرات ډېر وي په هماغه اندازه ګمرکي عواید هم ډېرېږي.
په همدې حال کې اسیايي پراختیايی بانک پرون په خپل کالني راپور کې وویل چې بې باوري د افغانستان اقتصادي وده ۳ اعشاریه ۳ فیصدو ته راټیټه کړې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement