پوسټ کوډ ۷۴۷۴۶
نیټه خپرول: شنبه ۲ وری ۱۳۹۳ ۱۲:۰۰

په تخار کې د غره د یوې برخې د ښویېدو له امله ۴ تنه وژل شوي

د تخار چارواکي وايي، چ? د د? ولايت په رستاق ولسوال? ک? د غره د يو? برخ? د ?وي?دو له امله ?لور تنه وژل شوي دي.

د تخار چارواکي وایي، چې د دې ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د غره د یوې برخې د ښویېدو له امله څلور تنه وژل شوي دي.
د دې ولایت د والي ویاند صنعت الله تیمور نن ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه پیښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په خیاب سیمه کې شوې؛ چې څه باندې سل کورونه یې هم وران کړي دي.
تیمور وویل، چې د غره د راښویېدو علت د باران زیات ورښت دی او په سیمه کې زموږ خبریال وایي، چې د باران له امله له څلورو ولسوالیو سره د تخار د مرکز لارې بندې شوي دي.
د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي او هڅه کوي، چې په کورنو کې بند خلک له زیانونو وژغوري.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement