پوسټ کوډ ۷۴۶۷۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۵ وری ۱۳۹۳ ۱۳:۵۷

په کندز ولایت کې ۶ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي

د کندز امنيتي مسوولين وايي چ?؛ سيمه ييزو پوليسو تيره شپه له وسله والو مخالفينو سره په ن?ته ک? شپ? تنه وسله وال مخالفين وژلي او دوه ي? نيولي دي.

د کندز امنیتي مسوولین وایي چې؛ سیمه ییزو پولیسو تیره شپه له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې شپږ تنه وسله وال مخالفین وژلي او دوه یې نیولي دي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني آزادي راډیو ته وویل چې؛ تېره شپه وسله والو مخالفینو په توبره کش سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په یوه پوسته حمله وکړه چې؛ په پای کې جګړه پیل شوه او اوه ساعته یې دوام وکړ.
هغه وایي چې، په دې جګړه کې د طالبانو د یو پوځي مشر په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي او سیمه ییزو پولیسو او ملکي خلکو ته په کې تاوان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement