پوسټ کوډ ۷۴۶۱۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۰ وری ۱۳۹۳ ۱۵:۴۱

افغان کمانډو ځواکونو په ننګرهار کې ۱۶ طالب وسله وال وژلي دي

د ايساف ?واکونو په همکار? ي? د نن?رهار د خو?يا?? ولسوال? په ا?وندو سيمو ک? عمليات ک?ي چ?؛ په نتيجه ک? ?? طالب وسله وال وژل شوي

افغان کمانډو ځواکونه وايي؛ په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۱۶ تنه وسله وال طالبان په ننګرهار کې په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د کمنډو ځواکونو د لومړۍ لوا مطبوعاتي مسوول احمد جاوید سلیم وویل؛ د ایساف ځواکونو په همکارۍ یې د ننګرهار د خوګیاڼۍ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې عملیات کړي چې؛ په نتیجه کې ۱۶ طالب وسله وال وژل شوي او د هیروینو د تولید دوه فابریکې هم له منځه وړل شوي.
سلیم وویل، په دې عملیاتو کې افغان پوځیانو او ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی او په کې یوه اندازه مهمات هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي.
اخوا د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي چې؛ د ملي اردو کمانډو ځواکونو د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات کړي چې؛ په نتیجه کې یې ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
په دې عملیاتو کې یوه اندازه مهمات د ملي اردو پوځیانو تر لاسه کړي.
طالبانو په دې اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement