پوسټ کوډ ۷۴۵۹۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۱ وری ۱۳۹۳ ۱۷:۱۴

په شبرغان کې یوه ۲۳ کلنه میرمن د خپل لیوره له خوا د چاقو په وسیله وژل شوې

د جوزجان په مرکز شبرغان کې یوه درویشت کلنه میرمن د خپل لیوره له خوا د چاقو په وسیله وژل شوې ده .
د دې ولایت امنیې قومندان عبدالمنان روفي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا پیښه تیره شپه د شبرغان ښار په تنکه سیمه کې شوې.
نوموړي زیاته کړه، چې قاتل له پیښې وروسته تښتیدلی خو د نیولو لپاره یې دوی هڅې پيل کړي.
د ۱۳۹۳ کال له پیل راهیسې دا په شبرغان کې د ښځو د وژل کیدو دویمه پیښه ده.
د داسې پیښو علت ظاهر کورنی تاوتریخوالي ښودل کیږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement