پوسټ کوډ ۷۴۲۱۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۶ کب ۱۳۹۲ ۱۹:۴۸

افغان کرکټ تیم د شل اوریز نړېوال جام په سیالیو کې سبا له هانګ کانګ سره لوبه کوي

د افغانستان د کرک? ملي ?يم د ???? کال د ن?يوال شل اوريز جام په لوم?ي دور ک? خپله دويمه لوبه سبا له هانک کان? سره کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰۱۴ کال د نړیوال شل اوریز جام په لومړي دور کې خپله دویمه لوبه سبا له هانک کانګ سره کوي.
افغان ملي ټیم په داسې حال کې له هانک کانګ سره مخامخ کیږي چې؛ پرون یې په بنګله دیش یوه لوبه بایلوده.
هانک کانګ هم له نیپال څخه ماته وخوړه.
کرکټ بورډ وايي، که چېرې افغان ټیم د هانک کانګ او نيپال پر وړاندې دواړه لوبې په ښه امتیاز وګټي د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام سیالیو دویم دور لس غوره ټیمونو ته لار پيدا کولای شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement