پوسټ کوډ ۷۳۹۳۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۸ کب ۱۳۹۲ ۱۹:۲۳

په غور کې د ولایتي شورا د یوې کاندیدې درې کمپاین کوونکي وژل شوي

د غور چارواکي وايي، وسله والو مخالفانو د ولايتي شورا د يو? کانديد? در? کمپاين کوونکي وژلي دي.

د غور چارواکي وایي، وسله والو مخالفانو د ولایتي شورا د یوې کاندیدې درې کمپاین کوونکي وژلي دي.
د غورد دولینې ولسوال محمد حسین دانشیار آزادی راډیو ته وویل؛ چې وسله والو طالبانو دوه ورځې وړاندې څلور کمپاین کوونکي د تایده له سیمې وتښتول.
ښاغلی دانشیار وایې، طالبانو درې کمپاین کونکي پرون ووژل خو د یو بل د خوشي کیدو لپاره هڅې کوي.
د سیمې اوسیدونکي وایې، طالبانو له دې کمپاین کونکو څخه د ولایتي شورا د یوې کاندیدې انجیلا شریفي عکسونه موندلي وو؛ خو انجیلا شریفي له دې پيښې بې خبري ښودلې ده.
وسله والو طالبانو د دې وژنې مسولیت په غاړه واخیست.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement