پوسټ کوډ ۷۳۸۰۰
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۸ کب ۱۳۹۲ ۱۴:۲۳

د ورکې شوې الوتکې لټون روان دی

پر دويمه ور? د هوا او سمندر له لار? د هغ? ماليزياي? بوين? ??? مساپر و?ونک? الوتک? ل?ون روان دي، چ? له کولالامپور تر پورته ک?دا وروسته د چين د سفر په درشل ک? د رادار له ستر?و الونيه شوه.

پر دویمه ورځ د هوا او سمندر له لارې د هغې مالیزیایۍ بوینګ ۷۷۷ مساپر وړونکې الوتکې لټون روان دی، چې له کولالامپور تر پورته کېدا وروسته د چین د سفر په درشل کې د رادار له سترګو الونیه شوه.
تر اوسه د الوتکې په اړه هېڅ څرک نه دی لګېدلی.
پر همدې مهال، د امریکا پوځ هم د الوتکې د لټون چارې ته وردانګلي او د چین سمندر ته استول شوي.
تر ۲۴ ساعتونو لټون وروسته، ویل کېږي، چې دغه الوتکه د ویتنام په هوايي حریم کې تري تم شوې ده، خو چین دا نه مني، چې ګني د دوی په هوايي حریم کې دې الوتکه ورکه شوې وي.
د مالیزیا د هوايي چلند ادارې دغه بوینګ مساپر وړونکې ۷۷۷ ډوله الوتکه له کولالامپور د پکین پر لور روانه وه.
ویل کېږي، چې په مساپرو کې د څوارلسو هېوادونو وګړي وو.
خو زیاتره مساپر یې چینایان وو.
د ورکو شویو مساپرو د کورنیو غړو پکین کې د هغوی انتظار کاوه.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په کلکه د دغې الوتکې د موندلو هڅې روانې دي.
د چین رسنیود مالیزیا د هوايي چلند پر کړنو نیوکه کړې او وايي چې ولې دغه شرکت پنځه ساعته لاس تر زنې ناست و او دا یې ونه ویل چې الوتکه یې تري تم شوې ده.
وړاندې ویل شوي وو، چې الوتکه کې اتریشي او ایټالیايي مسافر هم دي، خو وروسته معلومه شوه، چې څو کاله مخکې د دغو مساپرو پاسپورټونه تایلنډ کې غلا شوي وو او مالومه نه ده، چې له دغو پاسپورټونو چا ګټه اخیستې او د کوم هېواد دي.
د ژغورنې هڅېد ورکې شوې الوتکې د موندلو هڅو ته د مالیزیا، ویتنام، چین او فلپین بېړیو کوښښ پیل کړی، سنګاپور هم د مرستې ټټر وهلی دی.
د مالیزیا د ترانسپورت وزیر ویلي، تر اوسه د الوتکې څرک او یا ټوټه نه ده موندل شوې، خو له ویتنام څخه رپوټونه وايي، چې هلته دغه الوتکه نه ده رسېدلې.
اوس د چین په سوېلی سمندر کې د الوتکې لټون روان دی.
دغه الوتکه هغه مهال تري تم شوه، چې له کولالامپور پورته شوه، خو له رادار سره یې اړیکه پرې شوه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement