پوسټ کوډ ۷۳۵۴۲
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱ کب ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

د فاریاب په المار کې د ماین چاودنې د ډاکترعبدالله د کمپاین یو ساتونکی وژلی

د فارياب ولايت په المار ولسوال? ک? د س?ک غا?? په يوه چاودنه ک? د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاين يو ساتونکي وژل شوي او دوه نور ?پيان دي.

د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د سړک غاړې په یوه چاودنه کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د فاریاب امنیه قومندان توریالی عبدیاني ازادي راډیو ته وویل؛ وژل شوی کس د عبدالله عبدالله د کمپاینر یو ساتونکی دی او د پیښې دوه ټپیان ملکي وګړي دي.
اخو په فاریاب کې د عبدالله عبدالله د کمپاین مسوول جنرال فاروق وايي چې؛ د سورلۍ پر موټر یې له شاه قاسمي سیمې نه په بېرته ستنیدو کې دا چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې د ده درېیو ساتونکو ته مرګژوبله واوښته.
د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره دکاندیدانو د کمپاین له پیله تر اوسه دا په فاریاب ولایت کې د کاندیدانو پر کمپاینرانو لومړنۍ حمله بلل کیږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement