پوسټ کوډ ۷۳۳۹۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۵ کب ۱۳۹۲ ۱۸:۳۲

ترکمنستان له افغانستانه د ناټو پوځیانو پر وتلو اندېښنه نه لري

د ازبکستان، تاجکستان، قرغيزستان او قزاقستان په شمول د من?ن? اسيا ?ول هيوادونه د س? کال په پاي ک? له افغانستانه د نا?و پو?ونو په وتلو اند??نه لري خو په د? من? ک? يواز? ترکمنستان ?ه نه وايي.

تاند- د ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او قزاقستان په شمول د منځنۍ اسیا ټول هیوادونه د سږ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو پوځونو په وتلو اندېښنه لري خو په دې منځ کې یوازې ترکمنستان څه نه وايي.
ترکمنستان، چې له افغانستان سره پوله لري، په ظاهره اندېښنه نه څرګندوي چې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو له وتلو وروسته به تاوتریخوالی دغه هیواد ته هم وغځېږي.
داسي ښکاري چې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمد اوف ډاډه ښکاري چې هیواد به یې له افغانستانه د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته اغېزمن نه شي.
نیویوروپ خپرونه وايي، د ترکمنستان له لوري د اندېښنې نه څرګندېدا باید څوک حیرانه نه کړي ځکه چې طالبانو تراوسه پوري ترکمنستان ته کوم خبرداری نه دی ورکړی.
تر کومه ځایه چې د دوو هیوادونو په اړیکو پوري اړه لري ترکمنستان او افغانستان تېر کال دوبی یوه دېرش کلنه موافقه لاسلیک کړه چې پراساس به یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته صادرېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement