پوسټ کوډ ۷۳۱۰۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲ سلواغه ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

په میدان وردګو ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان او دوه تنه د قتل په تور ونیول شول

د ميدان ورد?و ولايت د سيداباد ولسوال? په سلطان خيلو،زرن? او هاشم خيلو سيمو ک? د ??و کورنيو ?واکونو د عملياتو په تر? ک? در? وسله وال طالبان ژوندي نيول شوي

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سلطان خیلو،زرنۍ او هاشم خیلو سیمو کې د ګډو کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي .
همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې د سړک ترغاړې څلور بوشکې چاودیدونکې توکې،درې موټرسایکلونه او یوه اندازه نور چاودیدونکې توکې هم کشف او لمنځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د مرکز میدان ښار په سره پله او شهاب الدین سیمه کې هم امنیتي ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړل،چې له امله یې یوه اندازه مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل.
د یو بل خبر له مخې امنیتي ځواکونو تېره شپه د یو سیمه ییز پولیس په ګډون دوه تنه په نرخ ولسوالۍ کې د یوه تن د قتل او یو بل تن د ټپي کېدو په تور نیولي،چې دا مهال ترې پوښتنې رواني دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement