پوسټ کوډ 73073
نیټه خپرول: دوشنبه 28 سلواغه 139217:47

کرېکټ: افغانستان اسټرالیا ته ماتې ورکړه

د افغانستان تر ?? کلنو ?ي? عمره ملي لوب?ل? نن( فبروري ?? )په عربي متحده اماراتو ک? خپل? سيال? استراليايي لوب?ل? ته مات? ورک?ه.

د افغانستان تر ۱۹ کلنو ټيټ عمره ملي لوبډلې نن( فبروري ۱۷ )په عربي متحده اماراتو کې خپلې سیالې استراليايي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه لوبې د ۲۰۱۴ کال نړیوالې اتلولۍ دي، چې د جمعې په ورځ پیل شوي دي.
افغان لوبډلې د خپلې تېرې لوبې پرتله نن ډېره ښه لوبه وکړه، افغان لوبغاړي په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو کې ښه وځلېدل.
افغان لوبډلې لومړی منډو جوړولو ته ملا وتړله.
افغان لوبډلې په ټاکل شویو پ۵۰ اورونو کې ۲۵۳ منډې جوړې کړې او د استرالیا لوبډلې ته یې ۲۵۴ منډې هدف کېښود.
که څه هم د افغانستان لومړی لوبغاړی په سر کې وسوځېد خو پر لوبه یې خپل واک له لاسه ورنه کړ او تر پایه وتوانېدل چې ښه لوبه وکړي.
په افغان منډه جوړونکو کې محمد مجتبی ۷۵، احسان الله ۶۳ او حشمت شهیدي ۵۷ منډې جوړې کړې.
د استرالیا د سر څو لوبغاړي وتوانېدل چې تر یوه حده پر ویکټو ودریږي او یو دوه ځله یې یو څه اوږده ملګرتیا هم وکړه.
خو افغان توپ اچونکو پرېنښول چې تر ډېره مقاومت وکړي چې په دې سره افغانستان په ۳۷ منډو د استرالیا لوبډله ماته کړه.
د ځینو په آند په کرېکټ کې د افغانستان له خوا استرالیا ته ماتې ورکول داسې بریښي لکه چې د افغانستان د فټبال لوبډله د برازیل فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د دغې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان بنګله دیش ته بایللې وه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement