پوسټ کوډ ۷۲۹۷۹
نیټه خپرول: شنبه ۲۶ سلواغه ۱۳۹۲ ۱۱:۱۶

د کندز په خان اباد کې یوې انتحاري حملې یو تن وژلی او ۶ نور یې ټپیان کړي

حمله کوونکي چ? پر مو?ر سايلکل سپور و؛ نن د خان آباد ولسوال? د محب الله خان په نامه سيم? ک? د پوليسو پر رنجر مو?ر حمله وک?ه.

چارواکي وایي د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې نن یوه انتحاري حمله وشوه؛ یو ملکي کس په کې ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول.
د خان آباد ولسوال حیات الله امیري آزادي راډيو ته وویل؛ حمله کوونکی چې پر موټر سایلکل سپور و؛ نن د خان آباد ولسوالۍ د محب الله خان په نامه سیمې کې د پولیسو پر رنجر موټر حمله وکړه.

خو د نوموړي په وینا په حمله کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.

د دې حملې مسوولیت هم تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement