پوسټ کوډ ۷۲۶۹۷
نیټه خپرول: شنبه ۱۹ سلواغه ۱۳۹۲ ۱۷:۵۶

یونما: په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ۱۴٪ زیاته شوې

په افغانستان ک? په ???? ميلادي کال ک? ملکي و??و ته ??ره مر? ژوبله د نا چاود?دونکو موادو او ?خ شويو ماينونو د چاودن?، مخامخ ن?تو او پو?ي عملياتو پرمهال او?تي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان وایي چې؛ په تېر میلادي کال کې د ۲۰۱۲ میلادي کال په مقایسه د ملکي کسانو مرګ ژوبله څوارلس فیصده زیاته وه.
په تېرمیلادي کال کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتېدل د ملګروملتونود سازمان سخته اندیښنه را پارولي او وایي چې مساله زړه بوګنوونکې ده.
د ملګروملتونود سازمان په یوه تازه راپور کې چې؛ د شنبې په ورځ په کابل کې خپور شو؛ راغلي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په افغانستان کې دوه زره نهه سوه نهه پنځوس تنه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه زره شپږ سوه او شپږ پنځوس نورټپیان شوي دي.
په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په دې هېواد کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېردوه زره اوه سوه اته شپېته تنه او د ټپیانو شمېر څلور زره اته سوه یو ویشت تنه وو.

په کابل کې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي یان کوبیش د دې راپور د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل چې؛ په تېر میلادي کال کې ملکي وګړو ته ډیره مرګ ژوبله د وسله والو مخالفانو او نورو وسله والو ډلو له خوا اوښتې ده:
"ملکیان ترډېره د حکومت د ټولو موجوده عناصرو د فعالیتونو؛ کارونو او تاکتیکونو په نتیجه کې وژل کیږي؛ زه غواړم تاسو ته در په یاد کړم چې؛ دا یو ظالمانه تصور دی، له طالبانو پرته نورې ډیرې ډلې هم شته چې؛ عملیات کوي او په دې کې موږ د حکومت ټول عناصر هم په ګوته کولای شو."

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله د نا چاودېدونکو موادو او ښخ شویو ماینونو د چاودنې، مخامخ نښتو او پوځي عملیاتو پرمهال اوښتي.

د یونما په راپور

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement