پوسټ کوډ ۷۲۵۳۰
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۵ سلواغه ۱۳۹۲ ۱۲:۳۷

سعودي خپل اتباعو ته چې په بهر کې جګړه کوي د سزا حکم کړی

سعودي عربستان پريک?ه ک?? ده، چ? که د د? ه?واد هرتبعه له ه?واد بهر ج??و ک? برخه واخلي له در? ترشلو کلونو بند باند? به محکوم شي.

سعودي عربستان پریکړه کړې ده، چې که د دې هېواد هرتبعه له هېواد بهر جګړو کې برخه واخلي له درې ترشلو کلونو بند باندې به محکوم شي.
ویل کیږي، د سعودي د شاهي حکومت د دې فرمان چې پرون ورکړل شوی هدف د سوریې په جګړه کې د سعودي عربستان د اتباعو د ګډون مخنیوی دی.
د سعودي عربستان پاچا عبدالله په یو شاهي فرمان کې د دې هېواد هغو اتباعو ته د سزا ورکولو حکم کړی چې له سعودي عربستان څخه دباندې جګړو کې برخه اخلي. په دې حکم کې له درې کلونو څخه تر شلو کلونو پورې د بند سزا شامله ده.
د سعودي عربستان شاهي محکمې همدارنګه په یو بیان کې ویلي، هرسعودي تبعه چې له تروریستي ډلو سره یو ځای شي او یا د هغوي مادي او نور ملاتړ وکړي نو له پنځو تر دیرشو کلونو پورې په بند محکومیدلی شي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس په دې اړه په خپل راپورکې وايي، د دې فرمان هدف د سوریې په جګړه کې د سعودي اتباعو د ګډون مخه نیول دي.

ګومان کیږي، چې د سوریې په جګړه کې دا مهال په سلګونو سعودي جنګیالي برخه لري. دې کار په سعودي عربستان کې له ځینو سره دا اندېښنه پیدا کړې ده چې که دا جنګیالي بیرته خپل هېواد ته ستانه شي، کولی شي د ننه په سعودي خپلې وسلې د شاهي نظام په لور واړوي.

د سعودي چارواکو لا دمخه خپلو اتباعو ته د سوریې له یاغیانو سره د نه یوځای کیدو خبرداری ورکړی، خو سره له دې هم د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت د اټکل له مخې د دولس سوو په شا او خوا کې ۰ سعودي اتباع په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم خلاف جګړې لپاره تللې دي.

ویل کیږي، چې د سعودي چارواکي اندېښنه لري چې که د هیواد ځوانان یې د سوریه کې د بشارالاسد د رژیم خلاف جګړه کې برخه واخلي ، سخت دریځې کیږي او بیرته سعودي ته تر راستنیدو وروسته ددې هیواد شاهي نظام ته ګواښ پېښوي.
ځینې څارونکي وايي سعودي عربستان نه غواړي چې د افغانستان له جګړې د ورستنو شویو جنګیالیو موضوع تکرار شي ، کله چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد خلاف جنګ کې یو شمیر سعودي عربانو برخه واخیسته او بیرته په نویمو کلونو کې خپل هیواد ته ستانه شول نو هلته یې یو شمیر د سعودي د شاهي نظام په وړاندې ودریدل.
په ریاض کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر رابرت جوردن ویلي ، سعودي مشرانو ته ښه په یاد دي چې د افغانستان له جهاد څخه ورستنو شوي عربانو ددې هیواد شاهي نظام ته څومره ستونزې جوړې کړې وي.

د سعودي عربستان د ملي امنیت د ادارې ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ پورې هغه د سعودي عربستان اتباع چې د سوریې له جګړې څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوې دي ، دا مهال د دوي د څارنې په ځانګړو مرکزونو کې ساتل کیږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement