پوسټ کوډ ۷۲۳۱۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۸ سلواغه ۱۳۹۲ ۱۷:۳۱

د کابل امنیه قومندانۍ په ښار کې تالاشیانې سختې کړي دي

د کابل ?ار په ?لورو لويو د روازو ک? ي? تالاشيان? سخت? ک?? او د ?ار په کو?و ک? ي? په نوي سيس?م سره پل?ن? پيل ک??.

وروسته له هغې چې په وروستیو دوو اونیو کې په کابل ښار کې څو انتحاري حملې او چاودنې وشوې د کابل د امنیې قومندانۍ په ښار کې د لومړۍ درجه امنیتي احضاراتو خبر ورکړ.
امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر نن یوه خبري کنفرانس ته وویل چې؛ د کابل ښار په څلورو لویو د روازو کې یې تالاشیانې سختې کړې او د ښار په کوڅو کې یې په نوي سیسټم سره پلټنې پیل کړې.
ښاغلي ظاهر له خلکو وغوښتل چې، له پولیسو سره د امنیت په برخه کې مرسته وکړي او هر مشکوک عمل چې ویني ژر ترژه دې نږدې پولیسو ته خبر ورکړي.
دا احضارات په وزیر اکبرخان کې په لبناني رسټورانټ او د کارته نو او یکه توت په سیمو له انتحاري حملو وروسته نیول کیږي چې په وروستیو څو اونیو کې وشوې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement