پوسټ کوډ ۷۲۲۶۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۲ ۱۷:۳۹

دادرس: د بګرام د ۸۸ زندانیانو له ډلې څخه ۳۷ تنه یې خوشې کیږي

د بګرام زندانیانو د دوسیو د څیړنې کمیټه وایې، د دې زندان د اته اتیا بندیانو له ډلې د ۳۷ د خوشې کیدو امر یې کړی.
دا هغه کسان دي چې امریکا خطرناک مجرمین بللي او له خوشې کیدو سره یې مخالفت ښودلی دی.
د دې کمیټې یوه غړي عبدالشکور دادرس د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د دې ۳۷ کسانو په اړه هیڅ ډول جرمي مدارک موجود نه وه نو ځکه یې د خوشې کیدو پریکړه کړې ده.

خو د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وایې، که دا کسان بې ګنا هم وي باید د عدلي او قضایې مراجعو له لارې یې د خوشې کیدو په اړه پریکړه وشي.

د بګرام زندان د اته اتیا زندانیانو د خوشې کیدو په اړه د امریکايي چارواکو له مخالفت سره سره، د دې زندانیانو د دوسیو د څیړنې کمیټې له هغوي څخه د اوه دیرشو تنو د خوشې کیدو امر کړی.
د دې کمیټې یوه غړي عبدالشکور دادرس د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې له دې اته اتیا زندانیانو څخه د پينځه څلویښتو بندیانو په اړه د افغانستان کشفي ارګانونو هم کوم جرمي مدارک پیدا نه شو کړای.
ښاغلي دادرس وویل، چې دوه ورځې مخکې یې له دې زندانیانو څخه د ۳۷ کسانو د خوشې کیدو پریکړه وکړه چې؛ د اداري پړاونو تر بشپړولو وروسته به خوشې شي:
"مخکې هم ما ویلي وه چې له بده مرغه دا اته اتیا زندانیان مطبوعاتو ته خطرناکه معرفي شول. وروسته بیا د ملي امنیت عمومي ریاست هم د دې کسانو په اړه پلټنې و کړې. خو د پينځه څلویښتو کسانو په اړه آن د حکومت کشفي ارګانونو هم شی پیدا نکړل. یوه یا دوې ورځې مخکې موږ و توانیدو د اوه دیرشو زندانیانو برخلیک و ټاکو. نو امکان لري تر اداري پړاونو وروسته زموږ تصمیم تطبیق شي."

نوموړی وایې، لکه څرنګه چې د ۳۷ زندانیانو برخلیک وټاکل شو، د پاتې کسانو برخلیک به هم وټاکل شي.

ده وویل، که چېرې د دې زندانیانو په اړه نوي مدارک پیدا شي نو په خپلې پریکړې به له سره کتنه وکړي.
خو د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه بیا په یوې اعلامیه کې د دې کسانو پر خوشې کیدو اندیښنه څرګنده کړې.
د ایساف په اعلامیې کې راغلي، له دې اته اتیا زندانیانو څخه څلویښت فیصده یې پر افغانانو او افغان امنیتي ځواکونو باندې په حملو کې لاس لري چې په نتیجه کې یې ۵۷ کسان مړه او یا هم ټپیان شوي.
دغه راز ۳۰ فیصده یې پر ایتلافي ځواکونو باندې په مستقیمو حملو کې لاس لري چې د شپیتو بهرنیو ځواکونو د وژل کیدو او یا هم ټپي کیدو باعث شوي دي.

د بګرام زندانیانو د دوسیو د څیړنې کمیټه د روان لمریز کال په پیل کې افغان حکومت ته د دې زندان تر سپارلو وروسته د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې جوړه شوه.
دې کمیټې شاوخوا میاشت مخکې اعلان وکړ چې ترنهه میاشتنیو پلټنو وروسته یې شاوخوا پنځه نیم سوه بندیان خوشې کړي دي.
خو امریکایې چارواکو له دې ډلې اته اتیا زندانیان خطرناکه او د امنیت لپاره ګواښ وبلل او له افغان حکومت څخه یې د هغوی په اړه د لا څيړنو غوښتنه وکړه.
ولسمشرحامد کرزي هم روانه اونۍ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د بګرام زندان د طالبانو د تولید یوه فابریکه ده او زندانیان یې د شکنجو له امله حکومت سره عقده نیسي.
ولسمشرکرزي وویل، چې د بګرام په زندانیانو کې مجرمین هم شته خو اکثره یې بې ګناه دي.
په همدې حال کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وایې که زندانیان بې ګناه هم وي، دا ډول کمیټې یې په اړه د پریکړې صلاحیت نه لري.
د دې کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار ازادي راډیو ته وویل:
"که چیرته د دې کسانو جرمیت هم راجع نه وي، بیا هم موږ باید خپل قضایې نظام ته احترام و کړو. که برائت هم ورکول کیږي باید عدلي نظام یې ورکړي.
دا کمیسیون که هر څومره با صلاحیته وي چې طبعا دی، نشي کولای د محکې او عدلي نظام ځای ونیسی."
نوموړي وویل، چې یوازې د عدلي او قضایې نظام له لارې عدالت پلي کیدای شي.
تردې مخکې یو شمېر مدني ټولنو هم له حکومته غوښتي وه چې د بګرام د زندانیانو دوسیې دي عدلي او قضایې مراجعو ته راجع کړي.
خو افغان چارواکي وايي، د بګرام زندان د دوسیو د څیړلو کمیټه له امریکايي چارواکو سره په موافقې رامنځ ته شوې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement