پوسټ کوډ ۷۲۲۱۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۱ سلواغه ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

په کابل ولایت کې یوې انتحاري حملې ۴ تنه ووژل او ۲۲ نور ټپیان کړل

دغه بريد سهار شاوخوا اوه بج? او پن?لس دقيق? د کارته نو پر نوي س?ک د ملي اردو پر کاس?ر ?وله بس شوي چ?؛ د ملي اردو در? تنه منسوبين ي? وژلي او ?? تنه نور ي? ?پيان ک?ي دي.

کابل ولایت په کارته نو سیمه کې یوې انتحاري حملې څلور تنه وژلي او ۲۲تنه نور ټپیان کړي دي.
د کابل ولایت امنیه قومندانۍ پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې، دغه برید سهار شاوخوا اوه بجې او پنځلس دقیقې د کارته نو پر نوي سړک د ملي اردو پر کاسټر ډوله بس شوی چې؛ د ملي اردو درې تنه منسوبین یې وژلي او ۲۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي. د چارواکو په وینا په برید کې یوه لاروۍ هم وژل شوې ده.
د کابل ولایت امنیه قومندان جنرال ظاهر وايي، ټپیان یې د سردار محمد داوود خان روغتون ته لېږلي دي.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي، انتحار کوونکي غوښتل د ملي اردو د عملې موټر ته ورپورته شي چې تر مخنیوی وروسته یې د بس په دروازه کې ځان والوزوه.
دا په داسې حال کې ده چې، بیګاه هم یوې چاودنې د کابل په خیرخانه سیمه کې یو شمېر ملکیان ټپیان کړل.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement