پوسټ کوډ ۷۲۱۶۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۳ سلواغه ۱۳۹۲ ۱۷:۴۵

سرپل: یو ځوان نیول شوی چې غوښتل یې انتحاري حمله وکړي

نيول شوي نظرشاه نومي?ي او ويلي ي? دي چ? د ?ينو کسانو دوکه ي? خو?ل? او ?ان ي? انتحاري حمل? ته تيار ک?ي و.

د سرپل چارواکي وایي، یو ځوان یې نیولی چې غوښتل یې انتحاري حمله وکړي.
د سرپل امنیه قومندان پاسوال نورحبیب نور ازادي راډیو ته وویل، دا اولس کلن ځوان تېره ورځ له یوه عراده موټر سایکل سره د کوهستاناتو په ولسوالۍ کې ونیول شو.
نیول شوی نظرشاه نومیږي او ویلي یې دي چې د ځینو کسانو دوکه یې خوړلې او ځان یې انتحاري حملې ته تیار کړی و.

پخوا له اتلسو کلونو کم عمره هلکان مخکې له دې چې انتحاري حمله وکړي، نیول شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement