پوسټ کوډ ۷۱۹۵۸
نیټه خپرول: جمعه ۲۷ مرغومی ۱۳۹۲ ۱۶:۴۲

ناټو په افغانستان کې د اذربایجان د نوي ماموریت هرکلی وکړ

د نا?و عمومي منشي اندر?س فو? رسموسين همداراز د آذربايجان د قلمرو له لار? د شپ? د پروازونو او د ?رانزي?ي امکاناتو په ??ون د نا?و عملياتو ته د اجاز? ورکولو په خاطر دا ه?واد ستايلي دي.

ناټو په افغانستان کې له نړیوال ایتلاف سره د آذربایجان د مرستو هرکلی کړی.
د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسین همداراز د آذربایجان د قلمرو له لارې د شپې د پروازونو او د ټرانزیټي امکاناتو په ګډون د ناټو عملیاتو ته د اجازې ورکولو په خاطر دا هېواد ستایلی دی.
رسموسین د آذربایجان له ولسمشر الهام علي یوف سره په ګډ خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د دې هېواد د نوي ماموریت هرکلی وکړ.
ناټو په پام کې لري له ۲۰۱۴ کال وروسته افغان امنیتي ځواکونه وروزي او سلامشورې ورکړي. رسموسین وویل چې آذربایجان، د اروپا د انرژۍ د امنیت او په قفقاز کې د ثبات په ټینګولو کې مهم هېواد دی.
د یوه بل خبر له مخې ټاکل شوې چې د روانې جنوري میاشتې په ۲۲ او ۲۳ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ناټو د روانو عملیاتو په اړه خبرې وشي.
په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د راتلونکو پلانونو په اړه هم بحث او څېړنې وشي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement