پوسټ کوډ ۷۱۸۰۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۳ مرغومی ۱۳۹۲ ۱۲:۱۱

افغان حکومت د بلخاب د مسو د کان قرارداد یوه برتانوي شرکت ته ورکړ

د امريکايي او بريتانوي پان?والو په ??ون د کانونو د استخراج يو?

د امریکايي او بریتانوي پانګوالو په ګډون د کانونو د استخراج یوې کمپنۍ د افغانستان په شمال کې د مسو د یوه ستر کان قرارداد ګټلی.
د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د مسوکان د نړۍ د مسو له نامتو زېرمو څخه دی او ان د افغانستان حکومت یې د نړۍ د مسو تر ټولو ستر کان بولي خو د دې کان د استخراج په قرارداد کې په سلو کې یوپنځوس ونډه افغاني شرکتونو او پاتې نه څلوېښت یې د امریکا او برتانیا د شرکتونو کنسرشیم ته ورکړل شوې ده.
افغان حکومت د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د مسو د یوه کان قرارداد یوه برتانوي شرکت ته ورکړی.
د دې کان قرارداد په ۲۰۱۲ کال کې د AGMC په نوم شرکت ته ورکړل شوی و خو د افغانستان د کانونو وزارت په تېره اکتوبر کې یوازې د دې کان د رغونې پر شرایطو موافقه ورسره کړې وه، خو دا دی اوس دا قرارداد په رسمي ډول دې کمپنۍ ته ورکړل شو.
یادشوی شرکت وايي، د کان ساحه چې په قرارداد کې شامله ده پنځه سوه کیلومتره مربع مساحت لري او د اټکل له مخې له سل میلیونه ټن زیات مس به په کې وي.
د افغانستان د کانونو وزارت د بلخاب کان چې کورنیو کارپوهانو موندلی د نړۍ د مسو ترټولو لوی کان بولي چې په ځینو برخو کې یې د شوروي د اشغال پرمهال یولړ کیندنې هم شوي.
د دې کان د استخراج قرارداد په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کال کې مزایدې ته وړاندې او AGMC شرکت ته په کې امتیاز ورکړل شو.
د جې پي مورګان په نوم د نامتو مالي کمپنۍ د برتانوۍ برخې مشر یان هنام Ian Hannam چې د AGMC شرکت بنسټ ایښودونکی دی وايي، د بلخاب د کان یوه ښېګڼه په مزارشریف کې د اورګاډي نوې جوړې شوې لیکې ته د هغې نژدې موقعیت دی.
فایننشل ټایمز ورځپاڼه د ښاغلي هنام له قوله زیاتوي چې؛ وايي د بلخاب د مسو زېرمې د اورګاډي په وسیله د منځنۍ آسیا د فلزاتو د اوبولو فابریکو ته په آسانه لېږدول کېدای شي، خو نوموړي دا یادونه هم کړې چې په کان کې د مسو د استخراج چارې ښايي په راتلونکي یونیم تر دوه نیم کاله پورې پیل نشي.
د بلخاب کان د استخراج په چارو کې په سلو کې یوپنځوس د افغان پانګوال سادات نادري په مشرۍ د کورنیو شرکتونو کنسرشیم او پاتې د یان هنام په مشرۍ، د برتانوي او امریکايي پانګوالو په ملاتړ د کانونو د استخراج برتانوۍ کمپنۍ سینټار ونډه لري.
یان هنام چې د جې پي مورګان په نوم د مشهور شرکت د برتانوۍ ونډې له شریکانو څخه و، په ۲۰۱۰ کال کې د AGMC شرکت بنسټ کېښود.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement