پوسټ کوډ 71633
نیټه خپرول: سه شنبه 17 مرغومی 139217:37

د کندهار په شاولیکوټ کې یوې چاودنې پنځه تنه وسله وال وژلي دي

د کندهار حکومتي مسوولين وايي، چ? د د? ولايت په شاوليکو? ولسوال? ک? ? تنه وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه ک? وژل شوي.

د کندهار حکومتي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۵ تنه وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي.
د دې ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې چاودېدونکي مواد په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د انتقال پر وخت چاودنه شوې، چې ولسي خلکو او امنیتي ځواکونو ته په کې زیان نه دی رسېدلی.
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوی، چې دغه چاودېدونکي مواد چېرې وړل کېدل او وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement