پوسټ کوډ ۷۱۵۳۰
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۵ مرغومی ۱۳۹۲ ۱۷:۲۳

ملي اردو ځواکونو په پکتیکا او غزني کې ۵ طالب وسله وال وژلي دي

افغان ملي اردو په پکتيکا او غزني ولايتونو ک? د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد عملياتو ک? ? وسله وال وژلي او يو شم?ر نور? ي? له وسله او مهماتو سره نيولي دي.

افغان ملي اردو په پکتیکا او غزني ولایتونو کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد عملیاتو کې ۵ وسله وال وژلي او یو شمېر نورې يې له وسله او مهماتو سره نیولي دي.
د تندر قل اردو له خوا په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې؛ دا عملیات د پکتیکا په برمل او د غزني په ګیلان ولسوالیو کې شوي دي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې؛ د غزني په اندړو کې پر وسله والو خپل ماین چاودیدلی دی چې؛ له امله يې د هغوی یو سیمه ییز قومندان "ملا احمد ګیلاني" هم وژل شوی دی.
افغان مقامات وايي، د ملي اردو سرتیرو ته په یادو عملیاتو کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغه راز وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement