پوسټ کوډ ۷۱۴۷۱
نیټه خپرول: جمعه ۱۳ مرغومی ۱۳۹۲ ۱۲:۴۹

ولسمشر کرزی: د بګرام زندان د ۸۸ تنه بندیانو دوسیې دې له سره وڅېړل شي

افغان ولسمشر حامدکرزي له ?و امريکايي سناتورانو سره تر کتن? وروسته پرون پر?ک?ه وک?ه چ?؛ د ب?رام زندان د اته اتيا تنه بنديانو دوسي? له سره و???ل شي.

افغان ولسمشر حامدکرزي له څو امریکايي سناتورانو سره تر کتنې وروسته پرون پرېکړه وکړه چې؛ د بګرام زندان د اته اتیا تنه بندیانو دوسیې له سره وڅېړل شي.
ولسمشرکرزي د جمهوري غوښتونکو سناتورانو؛ "جان مک کېن" او "لېندسي ګراهام" په مشرۍ د سناتورانو له پلاوي سره تر کتنې وروسته د دې بندیانو د خوشې کولو په اړه د بیاغور غوښتنه وکړه.
سناتور ګراهام وویل، د دې بندیانو خوشې کول به د کابل او واشنګټن پر اړیکو داسې ناوړه اغېز وکړي چې؛ د جبران وړ به نه وي. د ده په وینا دا اته اتیا کسان خطرناک مجرمان دي:
"د دې ۸۸ بندیانو د ورانکاریو په اړه خورا ډېر شواهد شته. د دې ۸۸ کسانو د فعالیت په نتیجه کې د ایتلاف څه باندې ۶۰ او د افغان پوځ څه باندې ۵۷ سرتېري وژل شوي. د دې کسانو خوشې کول به افغانانو او هغو سرتېرو ته سپکاوی وي چې؛ خپل ژوند یې په خطر کې واچاوه او دوی یې ونیول."
دا اته اتیا کسان د بګرام زندان د هغو شپږنیم سوه بندیانو له ډلې دي چې؛ افغان حکومت یې د دوشنبې په ورځ د خلاصېدو اعلان وکړ او ویې ویل چې، دا کسان بېګناه په بګرام کې ساتل شوي وو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement