پوسټ کوډ 71414
نیټه خپرول: سه شنبه 10 مرغومی 139218:49

په تخار کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ د نا معلومو وسله والو له خوا وژل شوې ده

په روانه مياشت ک? له ??و او نجونو سره د تاوتريخوالي بله دردونک? پي?ه په هرات ولايت ک? له ستار? ?خه د هغ? د مي?ه له خوا د شون?و او پز? پر?کول وو.

د تخار سیمه ییز مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ په خپل کور کې نا معلومو وسله والو وژلې ده.
د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند "عبدالخلیل اسیر" ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه نجلۍ د دې ولایت په نهر چمن سیمه کې تېره شپه وژل شوې او پولیسو څېړنې پیل کړی.
په روانه میاشت کې له ښځو او نجونو سره د تاوتریخوالي بله دردونکې پیښه په هرات ولایت کې له ستارې څخه د هغې د میړه له خوا د شونډو او پزې پرېکول وو.
همدارنګه د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند ښاغلی اسیر وايي؛ د دې ولایت د خواجه غار په ولسوالۍ کي درې تنه ځوانان چې د کلچو په یوه فابریکه کې یې کار کاوه د اورلګېدني په پیښه کې مړه شوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement