پوسټ کوډ ۷۱۳۸۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۰ مرغومی ۱۳۹۲ ۱۱:۰۴

افغان حکومت د هېواد د راتلونکي په اړه د امریکا د ملي استخباراتو ارزونه رد کړې

د افغانستان حکومت د ه?واد د راتلونکي وضيعت په ا?ه د

د افغانستان حکومت د هېواد د راتلونکي وضیعت په اړه د امریکا د ملي استخباراتو ارزیابي په سختو ټکو رد کړې ده.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې وروستیو کې د امریکا د استخباراتو یوه ارزیابي خپره کړه چې؛ په کې ویل شوې دي، په افغانستان کې د تېرو درې کلونو لاس ته راوړنې تر ۲۰۱۷ م کال پورې په جدي توګه له خطر سره مخ دي.
د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي ازادي راډیو ته وویل؛ تر دې مخکې د دا ډول راپورونو - اټکلونه ناسم ثابت شوې دي.
ښاغلي فیضي همدارنګه ټینګار وکړ چې؛ که چېرې دا ډول تحلیلونه طالبانو ته د افغانستان د یوې سیمې د سپارلو د طرحې یوه برخه وي، هیڅکله به بریالۍ نه شي.
د امریکا د استخباراتو په دې ارزیابۍ کې راغلي، که چېرې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون زر لاسلیک نه شي ښايي افغانستان په نژدې راتلونکې کې له ګډوډیو سره مخ شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement