پوسټ کوډ ۷۱۲۲۸
نیټه خپرول: شنبه ۷ مرغومی ۱۳۹۲ ۱۰:۰۴

ځواک: ډېر ژر به د هلمند ولایت شمالي ولسوالۍ له طالب وسله والو پاکې شي

د هلمند چارواکي وايي، په شمالي ولسواليو ک? ي? د دولت د وسله والو مخالفانو د نفوذ مخنيوي ته خاص تدابير نيولي دي.

د هلمند چارواکي وايي، په شمالي ولسواليو کې يې د دولت د وسله والو مخالفانو د نفوذ مخنيوي ته خاص تدابير نيولي دي.
د بريتانيا د پوځ لوى درستيز "جنرال سر پيټر وال" پرون يوې بريتانوۍ ورځپاڼې ته وويل؛ د هلمند هغه شمالي سيمې چې بريتانوي ځواکونو له طالبانو نيولي، ښايي د دغو ځواکونو تر وتلو وروسته بېرته طالبانو ته لاس ورشي.
خو د هلمند د والي وياند "عمر ځواک" ازادۍ راډيو ته وويل؛ چې د دې ولايت شمالي ولسوالۍ به ډېر ژر د طالبانو له موجوديت څخه پاکې شي.
په افغانستان کې څه باندې لس زره بریتانیايي پوځیان دېره ول خو یو شمېر بریتانیايي سرتېري سږ کال خپل هیواد ته ستانه شول.
د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، حکومت په پام کې لري چې د راتلونکي کال تر پایه له افغانستانه خپل ټول محارب پوځیان وباسي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement