پوسټ کوډ ۷۱۱۷۸
نیټه خپرول: چهارشنبه ۴ مرغومی ۱۳۹۲ ۱۷:۵۲

د ترکیې د کورنیو چارو او اقتصاد وزیرانو استعفی وکړه

د ترکي? د کورنيو چارو او اقتصاد وزيرانو استعفي وک?ه. دا کار په ج?ه سطحه د اداري فساد د ?ي?ن? لپاره شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو او اقتصاد وزیرانو استعفی وکړه. دا کار په جګه سطحه د اداري فساد د څیړنې لپاره شوی دی. دغې قضیې په ترکیه کې د بهرنیو پانګه والو اعتماد ټکنی کړی دی.
معمرګولر او ظفرچاغلیان نن وروسته تر دې استعفاوې وکړې چې؛ څلرویشت تنه د ډیسمبر په اوولسمه د اداري فساد د یوې قضیې په تور ونیول شول.
په نیول شویو کې د دغو دواړو وزیرانو زامن هم شامل دي.
صدراعظم رجب طیب اردوغان وویل چې؛ دا په بهرکې یوه جوړه شوې قضیه ده چې غواړي ترکیه بې ثباته کړي.
چاغلیان په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ، څرګنده کړه چې د ډسبمر د اوولسمې مساله زموږ د ګوند او حکومت پرضد یوه ناولې جوړه شوې قضیه ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement