پوسټ کوډ ۷۰۹۱۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۲ ۱۷:۴۰

یان کوبیش: افغانستان ۱۰ کاله نور هم د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

د افغانستان لپاره د مل?روملتو خاص استازي د د? موسس? امنيت شورا ته وويل چ? په افغانستان ک? د امنيتي مسووليتونو انتقال له پلان سره سم پر مخ ?ي.

تاند- د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي د دې موسسې امنیت شورا ته وویل چې په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو انتقال له پلان سره سم پر مخ ځي.
یان کوبیش وویل، له غیریقیني او تبجن حالت سره سره افغانستان په داسي حال کې چې نړیوال ځواکونه په وتلو دي، د ثبات راوستلو لور ته پرمختګ کوي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي په عین حال کې وویل چې افغانستان به لا هم د دې لپاره چې د بشپړ امنیت خاوند شي او له سیاسي او اقتصادي پلوه په پښو ودرېږي، لږترلږه د یوې بلې لسیزې لپاره د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا ولري.
ده زیاته کړه:«موږ د دې لپاره چې یقیني کړو چې افغانستان په یوه داسي هیواد بدلېږي چې د ملي حاکمیت او دوامدار ثبات خاوند دی او بیا هیڅکله د نړیوالو تروریستانو پر ځالې نه بدلېږي او اقتصاد یې په مخدرو موادو اتکا نه کوي، باید په کلکه اراده له یو بل سره همکاري وکړو.»
ده په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر یا یوناما د درې میاشتني راپور د وړاندې کولو په مهال یادو مسلو ته په اشارې ټینګار وکړ چې په دې کې د ټولو ګټه نغښتې ده.
ښاغلي یان کوبیش وویل:«د امنیتي مسوولیتونو د انتقال بهیر له پلان سره سم پر مخ ځي، لکه څرنګه چې ځینو اټکل کاوه چې افغانانو ته د امنیتي مسوولیتونو له انتقال سره به غمیزه پېښه شي، تراوسه هیڅ ناورین نه دی لیدل شوی.»
د ناټو او امریکا پوځیانو له افغانستانه تدریجي وتل پیل کړي او اوس د ټولو شمېر شاوخوا ۷۵ زرو ته رسېږي حال دا چې څه باندې یو کال مخکې د هغوی شمېر یو نیم لکو ته رسېده.
له بلې خوا د ناټو پاتې ځواکونه د پخوا په شان په افغانستان کې عملیات نه کوي او اوس د اکثرو جنګي عملیاتو مشري افغان ملي اردو او ملي پولیس کوي.
یان کوبیش وايي چې افغان پولیس او د ملي اردو ځواکونه چلینجونه په غاړه اخلي او بې له شکه په دې لاره کې یې مرګ ژوبلې زیاتې شوي دي.
کوبیش د افغانستان د راتلونکي کال د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات خورا مهم وبلل، ویې ویل چې د دغو انتخاباتو د ترسره کولو او اداره کولو لپاره درې ادارې موجودې دي چې یو د افغانستان د تاکنو خپلواک کمیسون دی، بل د انتخاباتي شکایتونو کمیسون او درېم د رسنیو کمیسون.
ده په عین حال کې خبرداری ورکړ چې امنیتي ستونزې حقیقي دي اوباید د امنیت په پلمه په انتخاباتو کې د بې نظمۍ مخه ونیول شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement