پوسټ کوډ ۷۰۸۷۸
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۲ ۱۰:۱۷

د افغانستان د سولې له پروسې سره مرستو ته دوام ورکوو

د پاکستان د صدراعظم نواز شريف په مشر? د دغه ه?واد د ملي امنيت کم??? د افغانستان د سول? له پروس? سره د دوامدار? مرست? او همکار? پر?ک?ه وک?ه .

د پاکستان د صدراعظم نواز شريف په مشرۍ د دغه هېواد د ملي امنيت کمېټې د افغانستان د سولې له پروسې سره د دوامدارې مرستې او همکارۍ پرېکړه وکړه .
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د صدراعظم نواز شريف په مشرۍ دغې کومېټې پر درېو مهمو موضوعګانو: له ګاونډي هېواد افغانستان سره په اړيکو، له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو يا د پوځي عملياتو د انتخاب او د پاکستان د مفاداتو لپاره د يوې جامع تګلارې د خپلولو په اړه خبرې وکړې.
په غونډه کې د نواز شريف په ګډون د پاکستاني پوځ نوي مشر جنرال راحيل شريف، په  بهرنيو او امنيتي چارو د  کې د نواز شريف د سلاکار سرتاج عزيز او يو شمېر نورو جګپوړو چارواکيو ګډون لاره.
د غونډې ګډونوالو پرېکړه کړې، چې د افغانستان د سولې له پروسې سره به همکاريو ته دوام ورکوي او په افغانستان کې به د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي.
راپورنو وايي، نواز شريف کومېټې ته کابل ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل:
"له افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو جګپوړو افغان چارواکيو سره په ليدنه کې مې د دواړو هېوادونو په دوه اړخيزو اړيکيو او د سوداګرۍ په ګډون په يو لړ نورو موضوعګانو خبرې وکړې، چې ښې نتيجې يې لرلې او په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو د اوسېدونکيو لپاره ګټورې وي."
د پاکستان د ملي امنيت کومېټې په داسې وخت کې د افغانستان د سولې له پروسې سره د همکارۍ د دوام اعلان کړى، چې د يکشنبې په ورځ په بهرنيو چارو کې د صدراعظم نوازشريف سلاکار له يوې انګرېزي ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ويلي وو، چې افغان وسله وال طالبان له افغان دولت سره خبرو اترو ته چمتو نه دي او په خبره يې:
"وسله وال طالبان افغان دولت او ددغه هېواد اساسي قانون نه مني، نو ځکه خبرو ته چمتووالى نه ښيي."
په غونډه کې له افغانستان سره په نښته پوله د غېر قانوني تګ راتګ د مخنيوي لپاره د پوځ په زياتولو هم موافقه شوې.
دغې کمېټې همداراز له پاکستاني وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو له لارې امن راوستو ته لومړيتوب ورکړى او پوځي عمليات يې د وروستي انتخاب په توګه ساتلي.
خو  د نومبر په لومړۍ نېټه په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د پاکستاني وسله والو طالبانو د مشر حکيم الله مسود تر وژل کېدو وروسته، ددغه ډلې نوي مشر ملا فضل الله له پاکستاني دولت سره له خبرو اترو انکار وکړ او د خپل پخواني مشر د وژنې د بدل اخيستو په هدف يې ددغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د سترو ترهګريزو بريدونو خبردارى ورکړ.
د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې پاکستاني وسله وال طالبان ښايي له حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي او په خبره يې، هغوى د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د خپل پخواني مشر په وژنه غوسه دي او ښايي په نزدې وختونو کې له حکومت سره خبرو ته کښېنني.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement