پوسټ کوډ ۷۰۷۷۳
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۲ ۱۰:۰۳

جان کري د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک لپاره مهلت غځولی

د امريکا د بهرنيو چارو وزير، د کابل او واشن??ن ترمن? د امنيتي ت?ون د لاسليک لپاره مهلت غ?ولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره مهلت غځولی.
جان کري په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي دي چې؛ دا تړون د حمل د میاشتې له انتخاباتو وروسته هم لاسلیکېدای شي.
سپینې ماڼۍ له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې که دا تړون ډېر ژرلاسلیک نشي، نو امریکا به خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري له ABC ټلویزیون سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، حتمي نه ده چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون تر جنوري میاشتې لاسلیک شي.
ښاغلي کري که څه هم یوځل بیا ټینګار وکړ چې؛ امریکا غواړي دا تړون ډېر ژر لاسلیک شي خو د لومړي ځل لپاره یې د دې امکان یادونه وکړه چې؛ دوه اړخیز امنیتي تړون د ۱۳۹۳ کال له انتخاباتو وروسته د افغانستان د راتلونکي ولسمشر له خواهم لاسلیکېدای شي.
امریکايي چارواکي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي، همکاریو د سند لاسلیک ځکه ژر تر ژره غواړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته، په افغانستان کې خپل پوځي حضور قانوني کړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر په دې مرکه کې بیا هم یادونه وکړه چې؛ دا تړون باید ډېر ژر لاسلیک شي.
ښاغلي کري وویل، که امریکايي ځواکونه نه وي نو افغان امنیتي ځواکونه ښايي له جدي ستونزو سره مخامخ شي.
کري وویل، دی ډاډه دی چې یا ښاغلی کرزی او یا د را روانو انتخاباتو ګټونکی، ولسمشر به دا تړون لاسلیک کړي خو ده یوځل بیا ټینګار وکړ چې د ده په نظر کرزی همدا اوس باید دا کار وکړي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې؛ د ده په نظر ایا کرزی به دا سند لکه څنګه چې یو کال مخکې د دواړو خواوو په خبرو کې موافقه پرې شوې وه لاسلیک کړي کنه، د کري ځواب (نه) و.
په دې ټلویزیوني مرکه کې کري په لومړي ځل دا خبره افشا کړه چې ده له کرزي سره د کابینې د یوه وزیر په وسیله خبرې کولې نه په مستقیم ډول.
کري وویل، دا هغه تړون دی چې په اړه یې ډېرې خبرې شوي او افغان ولسمشر حتی یوه ورځ مخکې هم د دې وزیر په وسیله ده ته وویل چې د سند ژبه او ادبیات سم دي او دی بدلون نه په کې راولي.
په داسې حال کې چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکي د دې سند د لاسلیک پرسرسخت ترینګلي شوي، کرزي د شنبې په ورځ هند ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې؛ دی نور نو پر امریکا اعتبار نلري. ده همدا راز یادونه وکړه چې د امریکا له ګواښونه به ونه وېرېږي. ده پر امریکا تور ولګاوه چې وايي یوڅه او کوي بل څه.
ده په خاص ډول د ولسمشراوباما له خوا ده ته د استول شوي لیک یادونه وکړه چې؛ ده ته یې د افغانانو د کورونو حریم ته د درناوي ډاډ ورکړی و، خو ښاغلي کرزي وویل، امریکایان باید د دې لیک خبرې عملا ثابتې کړي او د افغانانو د کورونو درناوی وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا ومنله چې کرزی له دوی څخه نور ضمانتونو غواړي او ویې ویل، روښانه خبره ده چې زه فکر کوم هغه څه چې دی یې غواړي ډاډ او ضمانت دی.
کري یو ځل بیا د امنیتي تړون د لاسلیک په برخه کې د بېړې دلایل روښانه کړل او ویې ویل چې؛ امریکا او متحدان یې د خپلو سرتېرو له اېستلو مخکې د پلان جوړولو لپاره وخت ته اړتیا لري.
ښاغلي کري وویل، دی د افغانستان بریالیتوب غواړي او د بریالیتوب معنا د داسې یوه افغان پوځ جوړول دي چې پر خپلو پښو ولاړ وي او د افغانستان د خلکو لپاره ډاډمن امنیت ټینګ کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement