پوسټ کوډ 70625
نیټه خپرول: شنبه 2 لیندۍ 139212:00

په پکتیکا ولایت کې د دوه ښونځې ډبری کیښودل شو

د پکتيکا ولايت په دوو ولسواليو کې د نجونو او هلکانو لپاره د څلورو ښوونځيو د بنسټ ډبرې کيښودل شوې.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د پکتيکا د پوهنې رئيس استاد کوچی ځاځی وايي چې پر يادو ښوونځيو ۶۰ ميليونه افغانۍ لګول کيږي چې د ولايت له پرمختيايي بوديجې څخه ورته ځانګړي شوي دي.
په همدې حال د يحی خېلو يوه قومي مشر خپله دوه جرېبه کرنيزه ځمکه د پوهنې د لا پراختيا په موخه په وړيا ډول د پوهنې رياست په واک کې ورکړه.
هغه ځانګړي مراسم چې په همدې موخه د پکتيکا ولايت په يحی خېلو او جاني خېلو ولسواليو کې جوړ شوي وو، د ګڼو دولتي چارواکو ترڅنګ زيات شمير قومي مشرانو او ځوانانو پکې ونډه درلوده.
د پکتيکا د پوهنې رئيس استاد کوچی ځاځی وايي، چې په يادو ولسواليو کې د څلورو ښوونځيو لپاره يې د ودانيو د جوړولو چارې پيل کړي.
د نوموړي په خبره چې د هلکانو لپاره د دريو ښوونځيو ودانۍ په يحی خيلو او د نجونو لپاره يو ښوونځی په جاني خيلو کې جوړېږي.
ځاځي زياته کړه د يادو ښوونځيو پر ودانيو به ۶۰ مېليونه افغانۍ ولګول شي، چې د ولايت له پرمختيايي بوديجې څخه ورته ځانګړي شوي دي.
په همدې حال د يحی خېلو ولسوالۍ د مترګي کلي يوه قومي مشر خپله دوه جرېبه کرنيزه ځمکه د پوهنې د لا پراختيا په موخه په وړيا ډول د پوهنې رياست په واک کې ورکړه تر څو د وحدت په نوم ښوونځي ته پکې ودانۍ جوړه شي.
د يادولو وړ ده چې دا مهال په پکتيکا کې ۳۴۴ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانستي دي چې ۱۱۷ ښوونځي يې ودانۍ لري ، په ۱۴ ودانيو کار روان دي او پاتې ۲۱۳ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي چې دې اړخه ګڼې ستونزې ګالي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement