پوسټ کوډ ۷۰۳۴۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۴ لیندۍ ۱۳۹۲ ۱۳:۴۰

د امنیتي تړون تر لاسلیک کېدو مخکې دې د افغانستان شرطونه ومنل شي

د افغانستان حکومت له امريکا او نا?و وغو?تل چ?؛ پر افغانستان د فشار راو?لو پر?اي د? د افغانستان پر شرطونو له د? هيواد سره خبرو ته دوام ورک?ي.

د افغانستان حکومت له امریکا او ناټو وغوښتل چې؛ پر افغانستان د فشار راوړلو پرځای دې د افغانستان پر شرطونو له دې هیواد سره خبرو ته دوام ورکړي.
د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي دا خبره پرون وروسته له دې وکړه چې؛ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جېمز ډوبنز کابل ته ورسېد؛ څو له افغان چارواکو سره په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.
ایمل فیضي ازادي راډیو ته وویل چې؛ امنیتي موافقه د افغانستان خلکو او حکومت ته د تایید وړ ده؛ خو تر لاسلیک کېدو مخکې دې د افغانستان شرطونه ومنل شي.
د ایمل فیضي په وینا د امنیتي سند د لاسلیک کولو لپاره د افغانستان ولسمشر دوه اساسي شرطونه لري چې؛ یو د سولې د بهیر پیلېدا ده او بل د افغانانو پر کورونو د حملو بندېدل.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement