پوسټ کوډ ۷۰۳۱۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۲ ۱۷:۴۰

په پنجوايي کي د مخالفينو مخابراتي دستګاه کشف سوه

د افغان ملي پوليسو په عملياتو کي ت?ره رو? د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالي کي د وسلوالو مخالفينو يوه لويه مخابراتي دست?اه کشف سوه.

د افغان ملي پوليسو په عملياتو کي تېره روځ د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالي کي د وسلوالو مخالفينو يوه لويه مخابراتي دستګاه کشف سوه.
د افغان غږ آژنس د رپوت له مخې، ددې دستګاه په کشف سره د کندهار په دريو غربي ولسواليو کي د مخالفينو د ګروپونو ترمنځ اړيکي په مکمله توګه پرې سوي او وروسته د پوليسو په عملياتو کي يو مخالف قومندان هم وژل سوى دى.
دغه دستګاه هغه مهال کشف سوه کله، چي افغان ځواکونو د پنجوايي ولسوالۍ د تلوکان په سيمه کي د يوې نوي امنيتي پوستې د جوړوني لپاره يو شمېر سيمي سره وپلټلې.
مخالفينو ياده سوې دستګاه تر زياتو خاشو لاندي په يوه پټه ساحه کي ايښې وه، ترڅو له امنيتي ځواکونو يې خوندي وساتي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement