پوسټ کوډ ۷۰۳۰۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۳ لیندۍ ۱۳۹۲ ۱۳:۳۳

د افغانستان د دفاع وزیر یا حکومت د ولسمشر کرزي پرځای امنیتي تړون لاسلیک کولای شي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وايي، د افغانستان د دفاع وزير يا د د? هيواد حکومت کولاي شي چ?؛ د ولسمشرحامد کرزي پر?اي امنيتي ت?ون لاسليک ک?ي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي، د افغانستان د دفاع وزیر یا د دې هیواد حکومت کولای شي چې؛ د ولسمشرحامد کرزي پرځای امنیتي تړون لاسلیک کړي.
کري چې په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې خبرې کولې؛ دغه راز د افغانستان له حکومته وغوښتل چې؛ دغه دوه اړخیز تړون هرڅومره ژرچې کیدای شي لاسلیک کړي.
"د دفاع وزیریې لاسلیک کولی شي، حکومت یې لاسلیک کولی شي، یوڅوک باید د دې شي مسوولیت واخلي. خو زه فکرکوم چې دغه تړون د پلان جوړلو لپاره مهم دی."
افغان ولسمشرحامد کرزي د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک کولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې، ښایي دا تړون د راتلونکې کال د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې لاسلیک نه کړي.
امریکا او ناټو د افغانستان له حکومته غوښتي دي چې؛ د ۲۰۱۴ م کال وروسته پلانونو لپاره دې ته اړتیا لري چې؛ دغه تړون ژرلاسلیک شي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement