پوسټ کوډ ۷۰۱۹۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۳۹۲ ۱۸:۰۷

په میدان وردګو ولایت کې معلولین

دغه پر?ک?ه نن ( دوشبنه) د دغه ولايت د والي ?اغلي عبدالمجيد خو?يا?ي په مشر? د ب?لاب?لو ادارو د مسؤلينو ترمن? په هغه غون?ه ک? وشوه،چ? د ولايت په مقام ک? جو?ه شو? وه.

دغه پرېکړه نن ( دوشبنه) د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د بېلابېلو ادارو د مسؤلینو ترمنځ په هغه غونډه کې وشوه،چې د ولایت په مقام کې جوړه شوې وه.
 د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: له تېرو شپږو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې وخت په وخت د معلولینو سره ژمني شوي، چې باید ورته د استوګنې لپاره نمرې ورکړل شي،خو تردې دمه پورې یې عملي بڼه نده غوره کړې. ده، د میدان ښار ښاروال ته لارښوونه وکړه، چې د قانوني لایحې په ترڅ کې هغه معلولینو ته چې مستحق دي،باید نمرې ورکړل شي او د کار او ټولنیزو چارو رئیس ته یې دنده وسپارله، چې یاده موضوع باید تعقیب او د ستونزو په حل کې هلي ځلي وکړي. دا په داسې حال کې ده،چې د میدان وردګو ولایت د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې یو زرو دوه سوه شپیته معلولین ثبت شوي،چې د مسؤلینو په وینا د نمرې د ورکړې مستحق دي. د یادونې وړده،چې د لایحې له مخې به په دغه ولایت کې معلولینو څخه د یوې نمرې د اصلي قیمت نیمه برخه اخیستل کیږي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement