پوسټ کوډ ۷۰۱۰۹
نیټه خپرول: شنبه ۹ لیندۍ ۱۳۹۲ ۱۸:۰۷

د هند د بهرنيو چارو وزارت لوړ رتبه هيئت له کندهار څخه ليدنه وکړه

دغه پلاوى، چي د هندد خارجه چارو وزارت سکرتر جنرال ايس کي سينها ي? مش

دغه پلاوى، چي د هندد خارجه چارو وزارت سکرتر جنرال ايس کي سينها يې مشري کول تېره روځ کندهار ته راغلى او دلته يې له کندهار والي سره وليدل. د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، په دغه پلاوي کي د ياد سوي هيواد د بهرنيو چارو وزارت د لوړوپوړو ډيپلوماټاتو ترڅنګ په کابل کي د هندي سفارت استازو او په کندهار کي د سياسي نمايندګۍ جنرل کونسل هم برخه درلوده. د هيئت مشر S.K. Sinha له کندهار والي سره نن د هغه د کار په دفتر کي وکتل او هغه ته يې په دغه ولايت کي د وروستيو لاسته راړونو له خاطره مبارکي وويله. نوموړي زياته کړه، چي په خپل دغه دوه ورځني سفر کي يې د کندهار ښار بېلا بيلي برخي ليدلي او د مختلفو سکتورونو په اړه يې هر اړخيز معلومات تر لاسه کړي، چي خورا يې خوشحاله کړى دى. هغه همداراز يادونه وکړه، چي کندهار ته يې د سفر هدف له امنيتي او پرمختيايي چارو څخه له نژدې ليدنه او معلومات تر لاسه کول ول، چي دې هدف ته رسېدلى او د حالاتو پر ښه کېدو باندي خوښ دى. ښاغلي سينها له کندهار والي سره په خبرو کي وويل، چي ددوى کونسلګرۍ اوسنى موقعيت سم نه دى او دوى غواړي، چي د کندهار د ادارې لخوا مشخصي سوي ډيپلوماټيکي ساحې ته انتقال سي. دغه هيئت له کندهار والي سره تر ليدني وروسته په ترنک فارم

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement