پوسټ کوډ ۶۹۹۸۷
نیټه خپرول: چهارشنبه ۶ لیندۍ ۱۳۹۲ ۱۸:۲۸

که سوله رامنځته نه شي، دغه تړون د افغانستان د شر لامل کيږي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس حامد کرزي پرون له آزاد? را?يو سره په يوه ?ان??? مرکه ک? د يو? پو?تن? په ?واب ک? چ? آيا د مشورتي لوي? جر?? پر?ک?? د ده د منلو و? دي، وويل چ? د مشورتي لوي? جر?? مشور? په ?وله معني زما د تاييد او درناوي و? دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس حامد کرزي پرون له آزادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د مشورتي لويې جرګې پرېکړې د ده د منلو وړ دي، وویل چې د مشورتي لويې جرګې مشورې په ټوله معنی زما د تاييد او درناوي وړ دي. جمهوررئيس زیاته کړه چې موږ دا تړون د افغانانو په ګټه بولو، خو شرطونه مودا دي چې د افغانستان د خلکو د کورونو امنیت تامین او د سولې بهیر په عملي ډول پیل دی. که زموږ په هېواد کې سوله رامنځته نه شي، دغه تړون د افغانستان په خیر نه، بلکې د شر لامل يې کيږي. حامدکرزي څرګنده کړه چې دغه تړون نه شي کېدای چې د امریکا د غوښتونو له مخې په یو اړخیز ډول لاسلیک شي، موږ هم په دې هکله غوښتنې لرو. جمهوررئيس څرګنده کړه: امریکا شرط کېښود، چې دغه تړون باید د روان عيسوي کال تر پایه لاسلیک شي، خو د دغه تړون د لاسلیک لپاره زموږ شرطونه دا دي چې د افغانستان د خلکو پرکورنو د امریکا بریدونه بنداو په عملي ډول د سولې بهیر پيل شي او که امریکایان زموږ دا دوه شرطونه ومني، موږ حاضر یو هغه لاسلیک کړو. حامدکرزي په دغه مرکه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا تاسو له مېرمن رايس څخه د ګوانتانامو له زندان نه د افغان طالبانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه وویل: دا د مشورتي لويې جرګې غوښتنه وه، که تاسو د مشورتي لويې جرګې په پرېکړه لیک کې ۲۹ ماده وګورئ په هغه کې راغلي دي چې امریکایان دې فوراً د ګوانتانامو په زندان کې افغان زندانیان د افغانستان دولت ته وسپاري. جمهوررئيس وویل: که امریکا د جرګې د پرېکړې له مخې د جرګې یوه ماده، چې د امنیتي موافقه لیک لاسلیک کېدل دي، وغواړي چې ژر عملي شي او بله ماده يي ونه غواړي چې عملي شي، دا د منلو وړ نه دی. حامدکرزي د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې آيا تاسو حاضر یاست د دغه تړون د نه لاسلیک کېدو له کبله د امریکا مرستې له خطر سره مخامخ کړی، وویل: د امریکا پرېکړه د امریکا خپل کار دی، هغوی کولی شي پرېکړه وکړي چې دلته واوسي او یا کولی شي پرېکړه وکړي، چې ونه اوسي، هروخت چې پرېکړه وکړي ونه اوسي، که موږ زرګونه امنیتي تړونونه هم ورسره لاسلیک کړو هغوی بیا هم ځي، لکه څنګه چې دافغانستان د جهاد له بریا وروسته کلونو کې هغوی افغانستان په یوه ځل یوازې پرېښود. جمهور رئيس زیاته کړه، چې موږ د یوه ملت په توګه د خپلو ګټو د ساتنې او پايښت حق لرو، که هر څومره بې وزلي او بیچاره یو، خو د دې حق لرو، چې خپلې ګټې تشخیص کړو او د هغې لپاره هڅې وکړو. حامدکرزي د دغې مرکې په دوام وویل: که امریکا غواړي د افغانستان د حکومت دلاسلیک له مخې له ۲۰۱۴ کاله وروسته په افغانستان کې پاتې شي، باید د افغانستان شرطونه، چې هغه يې د ملت شرطونه دي، ومني، چې هغه زموږ دخلکو د کورونو امنیت، عزت او د هغوی خونديتوب او سوله ده. حامدکرزي زیاته کړه: د افغانستان د سولې اصلي دښمن، د نړۍ لویې ګټې دي او موږ بېچاره ملت دا دېرش کال له دې رنځېږو. جمهوررئيس څرګنده کړه: که امریکا له موږ څخه امنیتي تړون غواړي د سولې په برخه کې دې له موږ سره همکار شي. په هغه صورت کې په هېواد کې د امریکا حضور د افغانستان په خیر بولو. د سولې په نه شتون کې له امریکا سره امنیتي تړون په دې معنی دی، چې د افغانستان ځينې ولایتونه او ولسوالۍ چې خلک يې د دغه تړون مخالف دي د طالبانو خوا ته ورشي او طالبان هلته خپلواک واوسي او موږ دلته په کابل کې. په هغه حالت کې افغانستان د دوو حکومتونو خاوند کیږي اوهغه د افغانستان لپاره ډېر خطرناک دی چې موږ به هېڅکله هم اجازه ورنه کړو. حامدکرزي د هېواد د راتلونکو انتخاباتو په اړه وویل: د دې اجازه به ورنه کړو چې د جمهوري ریاست انتخابات د مخکنيو انتخاباتو له حالت سره مخامخ شي او ځينې ولایتونه په انتخاباتو کې له برخې اخیستو محروم شي او انتخابات بدنامه شي. جمهوررئيس زیاته کړه: د افغانستان ثبات د اساسي قانون په پلي کېدو او ددغه هېواد د نوي جمهوررئيس په راتګ پورې تړلی دی. حامدکرزي وویل: افغانستان نن ډېر هوښيار دی او موږ له خپل تاریخ څخه زده کړي دي او په همدې دلیل مې په لویه جرګه کې هم وویل، چې جګړې مو ګټلي دي، خو سیاست مو بایللی دی. دا ځل هڅه کوو، چې د سیاست ګټونکي هم شو. جمهور رئيس د دغې مرکې په پای کې د پوښتنې په ځواب کې، چې په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پرمهال له کوم څه څخه خوښ دی وویل: له هغه څه چې کاملآ ورنه خوښ یم، هغه د افغانستان پر خلکو د طالبانو، تروریستانو او امریکايانو د تاوتریخوالي پروړاندې زما اوچت او څرګند غږ دی او بل هغه څه چې زه ورنه خوښ یم دا دی چې افغانستان یوځل بیا د ټولو افغانانو کور شو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement