پوسټ کوډ ۶۹۹۷۷
نیټه خپرول: چهارشنبه ۶ لیندۍ ۱۳۹۲ ۱۳:۰۰

ولسمشر کرزی: له نواز شریف سره به د افغان سولې په اړه خبرې کیږي

افغان ولسمشر وايي، د پاکستان له صدراعظم سره به چ? روانه اون? کابل ته را?ي؛ په افغانستان ک? د سول? د روانوه?و په ا?ه خبر? وک?ي.

افغان ولسمشر وایي، د پاکستان له صدراعظم سره به چې روانه اونۍ کابل ته راځي؛ په افغانستان کې د سولې د روانوهڅو په اړه خبرې وکړي.
ولسمشر کرزي له آزادی راډیو سره د مرکې په ترڅ کې وویل چې؛ د افغانستان د سولې د عالي شورا هیات هم د همدې هدف لپاره پاکستان ته تللی؛ څو د طالبانو د دوهم مشر ملابرادر په ګډون له یوشمېر هغو طالبانو سره چې په وروستیو کې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي؛ خبرې وکړي.
کرزي په دې اړه چې ایا دغه هیات تراوسه له ملابرادر سره کتلي او د سولې د خبرو په برخه کې کوم نوی پرمختګ شوی؛ زیات جزیات ورنه کړل، خو دومره یې وویل چې، له نوازشریف سره له خبرو وروسته به ښایي په دې اړه جزیات بیان کړي.
"منتظر یو چې کله د پاکستان صدراعظم افغانستان ته راشي؛ هغه څلور ورځې وروسته راځي، له هغه سره له مفصلو خبرو وروسته که لازمه مو وګڼله بیا به په دې اړه علني خبرې وکړو."
خو راپورونه وایي چې، پاکستان له خپلو زندانونو د طالبانو درې نور مشران خوشې کړي دي.
دغه درې تنه، ملا عبدالاحد جهانګیروال، ملاعبدالمنان او ملایونس ښودل شوي دي.
افغان ولسمشر یو ورابیا ټینګار وکړ چې؛ که پاکستان او امریکا ریښتینې همکاري وکړي؛ په افغانستان کې د سولې روانې هڅې به مثبته نتیجه ورکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement