پوسټ کوډ 69762
نیټه خپرول: شنبه 2 لیندۍ 139209:39

د اروزګان د چورې ولسوالۍ د واکسین مسوول او مرستیال ووژل شول

د اروز?ان ولايت د چور? ولسوال? د پوليو واکسين مسؤل او مرستيال د وسله والو طالبانو لخوا د عامه پوهاوي پرمهال وژل شوي دي.

د اروزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د پولیو واکسین مسؤل او مرستیال د وسله والو طالبانو لخوا د عامه پوهاوي پرمهال وژل شوي دي.
د افغان غږ آژآنس د رپوت له مخې، د اروزګان ولتایت د والی مطبوعاتی دفتر پّ وینا، عبدالرؤف او حضرت الله چې د عامې روغتیا ریاست اړوند د چورې ولسوالۍ د پولیو واکسین مسؤل او مرستیال وو وړمه ورځ د یادې ولسوالۍ اړوند د خوش قدیر سیمې ته په دې موخه تللي وو، ترڅو په سیمه کې په نژدې راتلونکې کې د پولیوواکسین پلي کیدو په برخه کې دیادې سیمې رضاکارانو ته عامه پوهاوی ورکړې.
د یادوني وړ ده چې کله چې تیره ورځ سهار بیرته د ولسوالۍ دمرکز په لوري راګرځي په سیمه کې نادرکه او بیا یې مړي د کلیم باوړي په سیمه کې موندل کیږي.
د چورې ولسوالۍ مسؤلین وایې چې د جسدونو له لیدلو داسې ښکاري چې دغه کسان دواړه د وسله والو له لوري په دار ځړول شوي دي.
عبدالرؤف او حضرت الله د چورې ولسوالۍ د علي شیرزو د کلي او سیدونکي وو او په یاده ولسوالۍ کې یې د پولیو واکسین پلي کول ترڅو د ګوزن یا فلج په وړاندې د خلکو ژوند وژغول شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement