پوسټ کوډ 69515
نیټه خپرول: يکشنبه 26 لړم 139211:28

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سکاټلند ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرک? ملي لوب?ل? د سکا?لن? ملي لوب?ل? ته د ?? من?و په توپير مات? ورک?ه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلنډ ملي لوبډلې ته د ۱۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاوو سیالیو په ترڅ کې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په خپله دوهمه سیالۍ کې د سکاټلنډ پر وړاندې وځلیده. د لوبې پچه د افغانستان ملي لوبډلې کپتان وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه.
د افغانستان ملي لوبډلې توپوهونکو په ټولو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۱ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۲ منډو هدف ورکړ. د ملي لوبډلې توپوهونکو له ډلې محمد شهزاد ۴۲ او محمد نبي عیسی خیل ۴۶ منډې جوړې کړې.
د سکاټلنډ لوبډلې ونه کړای شول تر څو ورکړل شوي هدف ته ځان ورسوي او په ټولو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۱۵۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۷ منډو په توپیر وبایلله.
د ملي لوبډلې توپ اچونکو له ډلې څخه شاپور ځدراڼ دوه، سمیع الله شینواري ۱ او دولت ځدراڼ هم ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ددغې بریا مبارکي ټولو هیوادوالو ته ووییله. نوموړي ووییل، موږ د لوبډلې له هلو ځلو او د ورسره هیئت له زحمتونو قدرداني کوو. هیله من یم راتلونکي لوبې هم زموږ په بریا پای ته ورسیږي.
د یادونې وړ ده چې د هیواد ملي لوبډله به سبا خپله سیالي د پي این جي پر وړاندې ترسره کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement