پوسټ کوډ ۶۹۳۹۴
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲ لړم ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

په مصرکې په تګ راتګ لګوی شوی بندیز لیرې اعلان شو

د مصر يو? محکم? د بي?ني حالت او د شپ? له مخ? په ت? رات? د بنديز د لير? کولو اعلان وک?.

د مصر یوې محکمې د بیړني حالت او د شپې له مخې په تګ راتګ د بندیز د لیرې کولو اعلان وکړ.
دغه مقررات او بندیز له درېیو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې نافذ وو.
په داسې حال کې چې امریکا د محکمې د دغې فیصلی هرکلۍ وکړ دا یي هم وویل چې؛ په مصر کې نور د اندیښنې وړ اقدامات شته.
د قاهرې د ادارې قضاء محکمې له ټاکل شوې نیټې دوه ورځې مخکې پرون د بیړني حالت د لیرې کولو فیصله اعلان کړه.
خو د مصر حکومت چې پوځیان یي ملاتړي دي د محکمې دغه پریکړه فورا نافذه نه کړه او ویې ویل چې؛ دوي د محکمې رسمي خبرتیا ته منتظر دي.
امریکا د مصر د محکمې د دغې پریکړې هرکلی وکړ، خو بیا يې هم د دغه هېواد د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي وویل:
"موږ د مصر حکومت د ټولو مصریانو د حقوقو درناوی ته هڅوو. په دې کې دا هم راځي چې؛ د ټولو اړخونو مصریان واقعا وکولای شي چې؛ په ازاده توګه غونډې وکړي او خپل نظریات بیان کړي او ټول نیول شوي ملکي خلک ملکي محاکمو ته وسپارل شي.
نو موږ د بیړني حالت د لیرې کولو د اعلان هرکلۍ کوو خو د نورو اقداماتو په اړه اندیښنې شته."
وروسته له دې چې؛ د مصر پوځ جمهور رییس محمد مرسي له واکه لیرې کړ او د هغه د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ مرګوني نښتې وشوې، د مصر نویو واکمنانو د تیرې اګست په ۱۴ نیټه په هېواد کې بیړنی حالت نافذ کړ.
په دغو نښتو کې د مرسي سلګونه پلویان ووژل شول او امنیتي ځواکونو زرګونه نور بندیان کړل.
د بیړني حالت له نافذیدو وروسته چې؛ عسکرو د ولسي خلکو د نیولو صلاحیت ترلاسه کړ او د شپې له یوې بجې د سهار ترلسو بجو په ګرځیدو را ګرځیدو بندیز ولګول شو په مصر کې د مظاهرو حجم او شدت کم شو.
د مصر اردو د تیرې جولایي د میاشتې په دریمه جمهور رییس محمد مرسي چې په ازادو او ډیموکراټیکو انتخاباتو کې ټاکل شوی وو له واکه لیرې کړ او په ځای یې د عدلي منصور په مشري یو موقت حکومت وټاکه.
محمد مرسي د اخوان المسلمین ګوند له مشرانو څخه دی او د دغه ګوند پلویانو له واکه د هغه لیرې کول غیر قانوني وګڼل او محکوم یې کړل.
محمد مرسي په تیرې دیسمبر میاشت کې هغه مهال چې دی په واک وو، د جمهوري ریاست د ماڼۍ مخې ته د مظاهرچېانو د وژل کېدو په ارتباط محاکمه کېږي.
بیړنی حالت د اګست د میاشتې په ۱۴ اعلان شوی وو او بیا حکومت د سپتمبر په ۱۲ دوه میاشتې تمدید کړ.
د بیړني حالت پای په داسې حال کې اعلانیږي چې؛ د مصر حکومت د یو نوي جنجالي قانون د مسودې په ارتباط د فعالانو له نویو فشارونو سره مخامخ دی.
د دغه قانون له مخې له هر ډول غونډې مخکې باید له حکومته اجازه واخیستل شي چې؛ په دې توګه په مظاهرو باندې محدودیت لګول کېږي.
رپوټونه وایي، دغه نوی جنجالي قانون کېدای شي ژر تصویب شي.
په مصر کې د کړکېچ د دوام په یوې نوې نښې کې د دغه هېواد د فوټبال یو وتلي کلپ خپل یو لوبغاړی وروسته له دې له لوبو منع کړ چې؛ هغه د افریقا د کلپونو د قهرماني په فاینل مسابقه کې له ګول وهلو وروسته د خپل لاس په ګوتو داسې اشاره وکړه چې؛ د محمد مرسي د پلوي معنی ورکوي.
الاهلي کلپ دا هم وویل چې؛ د روان موسم په پای کې احمد عبدالظاهر کولای شي له بل کلپ سره قرارداد وکړي.
نوموړي ویلي چې؛ دغه اشاره یوه غلطي وه او سزا یې مني.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement