پوسټ کوډ ۶۹۱۸۹
نیټه خپرول: شنبه ۱۸ لړم ۱۳۹۲ ۱۴:۱۶

د زابل ولایت په لرو پرتو سیمو کې د انتخاباتو امکان نشته

په ملي شورا ک? د زابل استازي وايي، که چير? امنيت ?ه نه شي، د د? ولايت لوي اکثريت به د انتخاباتو په پروسه ک? د برخ? اخيستلو ?خه محروم پات? شي.

په ملي شورا کې د زابل استازی وايي، که چیرې امنیت ښه نه شي، د دې ولایت لوی اکثریت به د انتخاباتو په پروسه کې د برخې اخیستلو څخه محروم پاتې شي.
د زابل مرکز قلات ته نږدې پرون د ماین په چاودنه کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون اته تنه ووژل شول.
په مشرانو جرګه کې د شکایتونو د اورېدو د کمیسون مشر زلمي زابلي پرون ازادي راډيو ته وویل؛ داسې ویره ده چې ډیر خلک ښايي د وسله والو مخالفینو د ویرې څخه حتی د راییو کارتونه وانه خلي.
"هغه خلک چې په مرکز یا نږدې سیمو کې اوسي او امنیت یې ښه دي، ټولو کارتونه اخیستي او په انتخاباتو کې به ګډون وکړي؛ خو د لري پرتو سیمو او ولسوالیو خلکو ته د انتخاباتو امکان نشته."
ښاغلي زابلي د افغانستان په مرکزي حکومت غږ وکړ چې؛ امنیت ټينګ کړي، تر څود رایو ورکولو په شرایطو برابر خلک په دې پروسه کې ګډون وکړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون ویلي چې؛ د را روانې دوشنبې تر ورځې به د دوی سیارې (ګرځنده ډلې) د راییو د کارتونو د ویشلو لپاره لرې پرتو ولسوالیو او کلیو ته ځي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو (فیفا) پرون (جمعه) په دې اړه اندیښنه څرګنده کړه چې؛ په لرې پرتو سیمو کې زیاتو خلکو د راییو کارتونه نه دي اخیستي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement