پوسټ کوډ ۶۹۱۵۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۶ لړم ۱۳۹۲ ۱۷:۳۲

په یوه بمي چاودنه کې درې تنه ووژل شول

د خوست چارواکي وايي په خوست ?ار ک? نن په يوه بمي چاودنه ک? در? تنه ووژل شول او شپ? نور ?پيان شول.

د خوست چارواکي وايي په خوست ښار کې نن په یوه بمي چاودنه کې درې تنه ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.
د خوست د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان ازادۍ راډیو ته وویل، چې د خوست په بلند منزلونو سیمه کې شاوخوا دولس بجې په یوه موټرسایکل کې ځاي پر ځاي شویو موادو د چاودنې له امله د ملي امنیت درې کارکونکي وژل شوي او د امنیت د دوو نورو کارکونکو سربېره څلور ملکیان ټپیان دي.
د پېښې مسوولیت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې؛ په دې پېښه کې د ملي امنیت پنځه تنه کارکونکي وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د جوزجان چارواکي وايي چې؛ وسله والو طالبانو نن ددې ولایت د قوش تیپې د سیمې دوه اوسیدونکي ووژل.
د قوش تیپې ولسوال امین الله ازادي راډیو ته وویل، د شبرغان دا دوه اوسیدونکي تیره ورځ تښتول شوي وو او نن یې مړي وموندل شول.
اخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي د قوش تیپې دا دوه اوسیدونکي محلي پولیس و چې د دوی کسانو وژلي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement