پوسټ کوډ ۶۸۸۵۲
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۲ ۱۲:۰۰

جرمني به ۱۸۲ افغان ترجمانانو او موټر چلوونکو ته پناه ورکړي

جرمني موافقه ک?? چ? ??? افغان ترجمانانو او مو?ر چلوونکو ته به په خپل ه?واد ک? پناه ورک?ي.

جرمني موافقه کړې چې ۱۸۲ افغان ترجمانانو او موټر چلوونکو ته به په خپل هېواد کې پناه ورکړي.
ویل شوي چې؛ دا کسان، له افغانستانه د جرمني پوځیانو له وتلو یا کمېدو وروسته په خپل هیواد کې ممکن له خطر سره مخامخ شي.
تر دې مخکې په کاناډا، بریتانیا او امریکا کې هم افغان ترجمانانو ته د پناه ورکولو په اړه تاوده بحثونه شوي دي.
پرون یوه افغان ترجمان ته، چې په افغانستان کې یې یو امریکايي سرتېری له مرګه ژغورلی و، په امریکا کې پناه ورکړای شوه.
یونس شینواری د خپلې کورنۍ له غړیو سره د چهارشنبې په شپه واشنګټن ته ورسېد.
ده په افغانستان کې د اوو کلونو په مخه له امریکايي پوځیانو سره د ترجمان په حیث کار کړی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement