پوسټ کوډ 68812
نیټه خپرول: چهارشنبه 8 لړم 139218:01

د سوریې ولسمشر د صدراعظم مرستیال قدري جمیل له دندې ګوښه کړ

د سوري? ولسمشر بشارلاسد د صدراعظم مرستيال قدري جميل له دند? ?و?ه ک?.

د سوریې ولسمشر بشارلاسد د صدراعظم مرستیال قدري جمیل له دندې ګوښه کړ.
د راپورونو له مخې نوموړي د تیرې اونۍ په پای کې له امریکایي چارواکو سره کتلي و.
دولتي ټلویزیون د جمهورریس د فرمان په حواله وایي چې؛ جمیل د دغې غونډې په اړه له شکایتونو او دا چې هغه یې له نورو چارواکو سره نه وه همانګه کړې، د سې شنبه په ورځ له دندې لیرې کړای شو.
دغه راز د سوریې دولتي خبري اژانس سانا وایي چې؛ جمیل له رخصتۍ پرته د غیر حاضرۍ او په بهر کې له اجازې پرته د کتنې د ترسره کولو په خاطر له دندې لرې شوی دی.
د ملګرو ملتونو د یوه چارواکي له قوله چې نوم یي نه دی څرګند شوی، ویل شوي چې؛ هغه د تیرې اونۍ په پای کې په جینوا کې له امریکایي چارواکو سره کتلي او په دې ښار کې یې د سوریې د سولې د کنفرانس د جوړیدو پر امکاناتو خبرې کړې دي.
دا نه ده څرګنده چې؛ د هغه لیری کېدل له دغې کتنې سره تړاو لري او که نه؟

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement