پوسټ کوډ ۶۸۸۰۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۷ لړم ۱۳۹۲ ۱۹:۵۴

نوازشریف له طالبانو وغوښتل چې د سولې په خبرو کې داخل شي

د د? غون?? په ا?ه افغان چارواکو ويل? دي چ? پک? به په سيمه ک?د امنيت، له ترورزم سره د مبارز?، د افغانستان د انتخاباتو د امنيت او د طالبانو د دوهم مشر ملا عبدالغني برادر په ا?ه خبر? وشي.

په لندن کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د سې شنبې په سهار د پاکستان صدراعظم پر طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.
نوازشریف دا خبره مخکې تر دې وکړه چې ټاکل شوې ده د افغانستان له ولسمشر او د بریتانیا له صدراعظم سره په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.
د دې غونډې په اړه افغان چارواکو ویلې دي چې پکې به په سیمه کېد امنیت، له ترورزم سره د مبارزې، د افغانستان د انتخاباتو د امنیت او د طالبانو د دوهم مشر ملا عبدالغني برادر په اړه خبرې وشي.
ملا برادر د سپتمبر په شلمه په پاکستان کې له زندانه خوشي شو، خو د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي وایي چې له کله چې ملا برادر ازاد شوی دی دا زمینه ورته نه ده برابره شوې چې له هغه سره اړیکي ونیسي او لاهم د پاکستان امنیتي ځواکونو نظربند ساتلی دی.
لندن ته په سفر کې له ولسمشر کرزي سره د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني هم ملګری دی او د ملابرادر په اړه به دی له صدراعظم نوازشریف سره خبرې وکړي.
نوازشریف نن په لندن کې رسنیو ته وویل چې موږ په افغانستان کې د ثبات لپاره هلې ځلې کوو او د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دی: « موږ غواړو چې په افغانستان کې ثبات وي، داسې حکومت وي چې له ټولو سیاسي ګوندونو جوړ وي. د افغانستان امنیت یوازې د افغانستان نه د ټولې سیمې لپاره مهم دی»


نوازشریف د لندن تر سفر مخکې په واشنګتن کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د افغانستان په اړه غږیدلی و.
د افغانستان ولسمشر د دوشنبې په ورځ له کابله لندن ته ولاړ او تر جمعې پورې به هلته وي.
ولسمشر کرزي د سې شنبې په ورځ د اسلامي هیوادو په اقتصادي غونډه کې برخه واخیسته. په دې غونډه کې د حامد کرزي ملګرتیا د افغانستان مالي وزیر حضرت عمر زاخیلوال کوي.
د نوازشریف سربیره د اردن پاچا عبدالله هم په نړیواله اسلامي اقتصادي غونډه کې ګډون کوي. په دې غونډه کې د نړۍ د نژدې ۱۸۰۰هیوادو سیاسي او اقتصادي مشران برخه اخلي. دا لومړی ځل دی چې داسې غونډه په یوه غیراسلامي هیواد کې جوړیږي.
په بریتانیا کې د افغانسان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو د درې اړخیزې غونډې په اړه داسې راپورونه خپاره شوي دي چې څو ځله به ترسره شي او دا د دریو لوریو تر منځ څلورمه غونډه ده. نهه میاشتې مخکې چې کومه غونډه د دغو دریو لوریو تر منځ جوړه شوې وه په هغې کې د پاکستان د هغه وخت ولسمشر اصف علي زرداري ژمنه کړې وه چې په شپږو میاشتو کې به په افغانستان کې د سولې خبرې په مثبتې خوا عملي حرکت پیل کړي، خو تر دې دمه داسې ونه شول.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement