پوسټ کوډ ۶۸۶۹۳
نیټه خپرول: شنبه ۴ لړم ۱۳۹۲ ۱۸:۲۸

په زابل ولایت کې امنيه قومندانۍ ته څېرمه ځانمرګی بريد شوی دی

په زابل ک? نن ماسپ?ين د ?لورو بجو په شاو خوا امنيه قومندان? ته ??رمه ?انمر?ي بريد شوي دي.

په زابل کې نن ماسپښين د څلورو بجو په شاو خوا امنيه قومندانۍ ته څېرمه ځانمرګی بريد شوی دی.
د سرچينو د مالوماتو په اساس، ځانمرګی غوښتل د کنډک پر قومندان محمد اصف ځان وروچوي؛ خو هدف ته تر رسېدو وړاندې چادېدولی دی.
محمد اصف اوس تازه له حجه راغلی او خلک يې مبارکۍ ته ورروان وو.
سرچينې وايي، ځانمرګي چاودېدونکي توکي په خپل پټکي کې ايښي وو؛ خو پوليسو پېژندلی او د وړاندې تګ مخه یې نيولې ده.
د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار پېښه تاييدوي او وايي، په بريد کې يوازې ځانمرګی وژل شوی او يو پوليس يې ژوبل کړی دی.
تر اوسه د بريد مسووليت چا نه دی منلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement