پوسټ کوډ ۶۸۶۶۹
نیټه خپرول: شنبه ۴ لړم ۱۳۹۲ ۱۲:۴۱

سږکال په افغانستان کې د کوکنار کر تر پخوا زیات شوی

د روسي? يوه ج?پو?ي چارواکي وويل؛ په افغانستان ک? د کوکنارو کر روان کال تر بل هر وخت زيات شوي دي.

د روسیې یوه جګپوړي چارواکي وویل؛ په افغانستان کې د کوکنارو کر روان کال تر بل هر وخت زیات شوی دی.
د روسیې د نشه یي موادو د کنټرول د فدرالي ادارې رییس "ویکټور ایوانوف" د منځنۍ اسیا په څلور اړخیزه غونډه کې چې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه؛ وویل چې، په افغانستان کې سږ کال کوکنار تر دوه لکه هکتاره ډیره مځکه کې کرل شوې دي.
ایوانوف زیاته کړه چې، په تېرو دولس کلونو کې په اسیا او اروپا کې تر یومیلیون ډیر کسان د افغانستان د نشه یي موادو له کبله مړه شوې دي.
ایوانوف بیا وویل، هر کال د دغو قربانیانو شمیر نژدې یولکو ته رسیږي.
د روسیې د مخدر موادو د کنټرول د فدرالي ادراې مشر د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره تر لیدنې وروسته وویل؛ اسلام اباد غواړي چې له روسیې سره د مخدرموادو په مبارزه کې له نژدې همکاري وکړي.
افغانستان په نړۍ کې د کوکنارو تر ټولو ستر تولیدونکی هېواد دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement